دمشق ډي ډان باختر دليندۍ دمياشتې ١٣
دسوريې په پايتخت دمشق ښارکې ديو ځانمرګي بريد له امله څه ناڅه څلور تنه ووژل شول او اوولس تنه نور ټپيان شول.
دپاکستان د ډي ډان ورځپاڼې دخبرله مخې : دغه بريد نن سهار ديوې پوځي ودانۍ په وړاندې وشو چې ځانمرګي خپل چاوديدونکي توکي ددغې ودانۍ د دروازې په وړاندي وچول .
دغي چاودنې دسرپه زيانونو سربيره مالي زيانونه هم اړولي دي.
دسوريې دالاخباريه ټلويزيوني شبکې خبر ورکړى دى چې په دغه بريد کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ