امنیت

په هلمند کې د طالبانو په سنګرونو د هېواد د هوايي ځواکونو مرګاني بريدونه

-کابل/ باختر /د چنګاښ دمياشتې ١٤مه :
اتلس تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې د هېواد د هوايي  او ځمکنيو ځواکونو په يولړبريدونو کې  ووژل شول.
په دغو  طالبانو تېره شپه  په داسې حال کې چې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په  پلان جوړولو بوخت وو، د لښکرګاه ښار او د ګرشک  ولسوالۍ په مربوطاتو کې بريد ونه وشول.
دهېوادپه جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل چې  د هېواد د هوايي پوځ په دغو بريدونوکې ١٨ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې په دغوبريدونوکې د طالبانو څو مرکزونه دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان  په هلمند ولايت کې د  وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو د يوه  ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپو د لښکرګاه ښار ته څېرمه د طالبانو په پټنځي کې کشف شوې ده .
دهلمند يو امنيتي مقام  وايي چې له دې ډيپو څخه  يوه اندازه سپک او درانده   جنګي وسايل  ترلاسه شوي دي .
په  يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په هلمندکې د طالبانو د يو لړ چاودنو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورينو نن سهار د هلمند ولايت د لښکرګاه ښار ته څيرمه او له  نادعلي ولسوالۍ څخه پنځه ماينونه کشف او شنډ کړل .
د را رسيدلو خبرونو له مخې، دغه ماينونه د طالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ځاى پرځاى کړى شوي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته