ټولنه

د شهيدانو له وارثانو او ټپيانو سره نغدي مرسته وشوه

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢٧  :
د شهيد د اوونۍ په درناوي په کندز ولايت کې د ٨٠٨ سپين زر زون دلوى قوماندانۍ له خوا د شهيدانو له وارثانو او ټپيانو سره مالي مرسته وشوه.
د ٨٠٨ سپين زون قوماندان لوى پاسوال شيرعزيز کامه وال پرون د شهيد  د اوونۍ په ددرناوي په  خاطر دخپل کار په دفتر کې په کندزکې  دوروستيو  جګړو له امله دشهيدانوله يوشمېر وارثانو او ټپيانو سره د کتنې او هغوى ته  د غمشريکۍ د مراتبو دڅرګندولو په ترڅ کې له هغوى سره د يوې اندازې نغدو پيسو مرسته وکړه.
کامه وال دشهيدانو له کورنيو اوټپيانو څخه د قدردانۍ په څرګندولو سره له هغوى  سره د هر راز مرستې ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته