ټولنه

دافغانستان عالمانو د سرتاسري شوری اعلامیه

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٢
دافغانستان  عالمانو د سرتاسري شوری  اعلامیه
   دافغانستان د عالمانو سرتاسري شــوری هغــه وحشـــیانه، غیر اســـلامـــي او غیر انســـاني عـــمل چـې د ننګرهار ولایـت د روداتو ولسوالۍ  د حصارک په جامع جومات کې  د جـــمعې  د لمانځه داداکولو په وخـت کې   ترســــره شو او له امله يـــې د جومات د خطيب په گډون درې تنه بيگناه مسلمانان شهيدان او پنځه پنځوس تنه نور ټپيان شول، په کلکه غندي. د پیښې شهيدانو ته فردوس جنت، ټپيانوته سملاسي روغتیا او ددغه کرغيړن عمل عاملینوته په دنیا کې رسوایی او په آخرت کې دردناک عذاب له لوی خدای جل جلاله څخه غواړي. دغه وحشیانه برید چې د روژې په مبارکه میاشت، د جمــــعې په بختوره ورځ په روژه تي لـــمونـــځ کوونکو د خدای په کور کې وشو د ټولو اسلامي او انساني موازینو خلاف عمل دی. شـــوری له اړوندو امنیـــتي ارګـــانونو څـــخه غــــواړي چې ددغــــې دردوونکـــې پیښې عاملین ونسي او د قانون منګولوته یي وسپاری .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته