امنیت

په سرپل کې د وسله والو طالبانو د دوو قوماندانانو وژل کيدل

کابل باختر دوري دمياشتې  ٢٢ : 
په سرپل ولايت کې د نويو نښتو له امله د وسله والو طالبانو دوه تنه سيمه ييز قوماندانان ووژل شول.
د دغو وسله والو طالبانو په پټنځيو نن سهار د صياد ولسوالۍ  بازار ته څېرمه   بريدونه وشول.
په سرپل ولايت کې يوه پوځي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو نښتو کې د طالبانو دوه تنه سيمه ييز قوماندانان له دوو تنو افرادو سره يې ووژل شول  او يو شمېر نور يې ټپيان شول.
ويل کيږي چې په دغو نښتوکې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د يوبل خبرله مخې:
په سرپل ولايت کې د طالبانو د توغندي د بريد مخه ونيول شوه .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: طالبانو غوښتل چې د سرپل په ښار او د صياد په ولسوالۍ کې راکټي بريدونه وکړي.
د سرپل يو امنيتي خبرځاى وايي چې دوى لس توغندي له يوه غره څخه کشف  او ترلاسه کړي دي.
ده وويل: دغه توغندي له دې مخکې چې د سرپل په ښار او د صياد په ولسوالۍ وتوغول شي؛ کشف او ترلاسه شول  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته