ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزيرې يوشمير کادري روغتونونه وکتل .

 کابل باختر د وږي  دوه ويشتمه :
دلوړوزده کړو وزيرې  دميوند ، علي اباد او دشهرارا  کادري  روغتونونه وکتل او په دغو روغتونونوکې د روغتيايي خدمتونو دوړاندې  کولو دڅرنګوالي دڅيړنې او بسترو ناروغانو ته دنيکمرغه لوى اختر په مناسبت دمبارکۍ  دويلو په ترڅ کې يې په هغوى نغدې سوغاتونه وويشل .
  دلوړوزده کړو وزيرې  پوهنوالې  ډاکترې فريدې مومند  په داسې حال کې چې دکابل دطبي پوهنتون رييس پوهاند شيرين اقا  ظريف هم حاضر و دشهرارا  ، ميوند او علي اباد کادري روغتونونه وکتل   دروغتونونو حالت يې وڅيړه او ناروغانو ته دنيکمرغه لوى اختر  په مناسبت دمبارکۍ   دويلو په ترڅ کې يې په دغو روغتونونوکې بسترو ناروغانو ته يوه اندازه  نغدې  پيسې  ورکړې .
دې دغه راز  ناروغانو ته  دخدمت په لاره کې دروغتون دپرسونل دبشپړ تياري له امله قدرداني وکړه اوپه ټولو وختونو په تيره بيا داختر په ورځو کې  يې د ډاکترانو  دزياتې  پاملرنې غوښتنه وکړه .
ديادونې وړ ده چې دشهرارا ، ميوند او دعلي اباد کادري روغتونونه  دنيکمرغه لوى اختر په بختورو ورځو کې  شپه او ورځ دناروغانو په خدمت کې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته