اقتصاد

له افغانستان سره ددوه سوه پنځوسو مليونو يورو دمرستې موافقه ليک لاسليک شو .

کابل باختر د لړم اووه ويشتمه :
دالمان ددوه سوه پنځوسو مليونو يورو وړيا مرستې موافقه ليک نن دهيواددماليې وزارت او دالمان داقتصادي  همکاريو وزارت ترمنځ په کابل کې لاسليک شو .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دغه موافقه ليک دماليې وزارت سرپرست ډاکتر عمر زاخيلوال  او دالمان داقتصادي او پرمختيايي  همکاريو وزير ډاکتر ګيردمولر لاسليک کړ .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس اقتصادي سلاکار او دماليې وزارت سرپرست ددغه موافقه ليک دلاسليک کولو په وخت کې له افغانستان سره دالمان دهمکاريو په باب  خبرې وکړې او ويې ويل ، دوه سوه پنځوس مليونه يورو مرسته به دهيواد په ولايتونوکې په بيلابيلو  پروژوکې ولګول شي او المان له افغانستان سره په کال کې  ٤٣٠ مليونو يورو مرسته کوي چې له دې جملې څخه يوسلو پنځوس مليونه يورو دماليې وزارت له لارې  دروغتونونو دجوړولو ، ښې حکومتوالى ، ښوونې او روزنې او دنورو برخو په ګډون په بنسټيزو پروژو کې لګول کيږي .
دماليې وزارت سرپرست دغه راز وويل المان له افغانستان سره دريم ستر مرستندوى  دى لکه څنګه چې  له ٢٠٠٣ کال څخه راپديخوا  چې له افغانستان سره يې دڅلور اعشاريه دوه مليونو ډالروژمنه کړې وه ، ورکړي دي .
دغه راز دالمان داقتصادي  او پرمختيايي همکاريو وزير ډاکترګيردمولر وويل  المان دافغانستان  په کليدي پروژوکې  مرسته کوي او په اوږدو مهال کې يې له افغانستان سره دخپل هيواد دمرستو په دوام باندې ټينګاروکړ .
المان په کال کې دهميشنۍ ودې په مقصد له افغانستان سره څلور سوه ديرش مليونه يورو وړيا مرستې ژمنه کړې ده چې دغه موافقه ليک دهمدغومرستو يوه برخه ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته