کابل باختر د زمري ديرشمه
د جمهور رييس کرزي دسلاکار امان الله ځدران دکورني درې تنه غړي په ګرديز ښار کې ديوې چاودنې له امله ووژل شول .
دامان الله ځدران ورور زرعلي له خپل زوي سره نن سهار کله چې د ګرديز دښار په لور روان و ، ديو ماين دچاودنې له امله ووژل شول .
ويل کيږي چې دجمهور رييس ددغه سلاکار د ورور دسپرلۍ موټر په يو ايښودل شوي ماين ختلى دى .
دپکتيا ولايت دپوليسو مسوول زلمي اورياخيل باختر اژانس ته وويل چې ددغه بريد اصلي هدف دپکتيا ولايت د وزي ځدران ولسوال عبدالولي ځدران چې دامان الله ځدران وراره دى ، و چې دخپل کاکا دموټر په تعقيب په خپل موټر کې روان و .
دجمهور رييس دسلاکار وراره عبدالولي ځدران او دپارلمان دپخواني استازي پاچاخان ځدران زوي دى .
اورياخيل وويل چې هدف د وزي ځدران ولسوال عبدالولي ځدران چې دپاچا خان ځدران زوي دى و ، خو په دې چاودنه کې ده او دده دموټر نورو سپرليو ته کوم زيان نه دى رسيدلى .
دپکتيا ولايت دپوليسو دمسوول د څرګندونو له مخې ، په دې چاودنه کې په زرعلي ځدران او د هغه په زوي سربيره دهغوى يو خپلوان هم وژل شوى دى .
دغه چاودنه ګرديز ښار ته څيرمه دمهلن په سيمه کې رامنځته شوى دى چيرته چې دجمهور رييس سلاکار امان الله ځدران ، دپارلمان دپخواني غړي پاچا خان ځدران او دهغو دورور زرعلي ځدران کورونه موقعيت لري .
تراوسه پورې ددغې پيښې عاملين نه دي پيژندل شوي .
زلمي اورياخيل وايي چې ددغې چاودنې دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي .
امان الله ځدران دقومونو او قبايلو په چارو کې د جمهور رييس سلاکار دى