امنیت

دوسله والو طالبانو يو جګپوړي قوماندان په ننګرهار کې ووژل شو.

کابل باختر د کب اته ويشتمه :
دطالبانو د ډلې يوجګپوړي  قوماندان ملا زيارت ګل  په ننګرهار ولايت کې دملي امنيت دمامورانو په بريد کې له دوو تنو افرادو سره يې ووژل شو .
په دغه بريد کې پنځه تنه نور دطالبانو دډلې دغړيتوب په تور ونيول شول .
په پهلوان مشهور ملا زيارت ګل  تيره شپه په خوږياڼيو ولسوالۍ کې په خپل پټنځي کې تر بريدلاندې راغى.
دننګرهار درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره  وايي چې په دغه بريد کې پنځه تنه نور  په دغې ډله کې دغړيتوب په تور ونيول شول او دملا زيارت پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره  ويجاړ شو .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته