کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٠
دوه ويشت تنه وسله وال طالبان نن سهار په غزني ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښتوکې ووژل شول .
د ٢٠٣ تندر د قول اردو د دريمې لوا ويندوى دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جګړې د غزني ښار د سنګينک او مرجان په کليوکې د طالبانو او دافغان ګډو ځواکونو ترمنځ ونښتې چې له امله يې ٢٢ تنه وسله وال طالبان ووژل شول چې د شپږو تنو طالبانو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي .
د يوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې: د نښتو په بهيرکې پنځه تنه ملي او سيمه ييز پوليسان شهيدان شول، خو ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
ويل کيږي دغه نښتې دوام لري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ