امنیت

ځوانان په ننګرهار کې دسيمه ئيز اردو په چوکاټ کې جذبيږي .

کابل باختر د چنګاښ  نهمه :
په ننګرهار ولايت کې دسيمه ئيزې  اردو په چوکاټ کې دافرادو جلب اوجذب پيل شو .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباختراژانس خبريال ته  وويل چې په لومړيو او دويمو مرحلو کې  ځوانان په دوو او څلورو توليو کې استخدام او  تنظيم کېږي چې وروسته ديو کنډک په توګه جوړيږي او نجونې پوځيان هم پکې شامليږي . 
ده وويل چې داړتيا له مخې هرې سيمې ته چې اړتيا وي  له دغه اردو څخه استفاده کېږي .
  دملي دفاع وزارت  ويلي دي جمهور رييس دسيمه ئيزې اردو دځواکونو دجوړولو طرحه مخکې منظوره کړې وه چې ددغې طرحې له مخې  ٣٦ زره تنه به استخدام شي .     ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته