کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٦
د بلخ ولايت پوليسو نن د يوولسو تنو نسبتي دوسيې چې د نشه يي توکو د قاچاقو او پلورنې تور پرې لګول شوى دى؛ څارنوالۍ ته وسپارلې.
د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر او سرپرست جنرال عبدالرزاق قادري د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان په مزارشريف ښار او ناحيوکې د دوو اوونيو په بهيرکې د عملياتو په ترڅ کې نيول شوي وو.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: له دغو کسانو څخه ١٣ کيلوګرامه هيروين، ٥٠٠ ګراميه اپين، ٥٠ بوتله الکولي مشروبات او څلور بوشکې داخلي الکولي مشروبات ترلاسه شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ