امنیت

درې وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

 کابل / د ليندۍ٢٨مه / باختر
درې وسله وال طالبان تېره شپه په غزني کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتوکې ووژل شول.
د ۲۰۳ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول ایمل مومند د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه طالبان د دغه ولایت د قره باغ ولسوالۍ په موشکي کلي کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتوکې ووژل شول.
هغه زیاته کړه چې د ۲۰۳ تنر قول اردو د ماین پاکۍ ټیمونو د میدان وردګو او پکتیکا ولایتونو په مربوطاتوکې دوه ماینونه کشف او شنډ کړل.
پاى/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته