امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابلباختردميزان٨
شپږ تنه وسله وال طالبان تيره شپه د هلمند او قندهارپه ولايتونوکې له افغان ځواکونو سره د نښتې په بهيرکې ووژل شول.
دغه نښتې د دامان اوسنګين د ولسواليو په مربو طاتوکې ترسره شول چې له امله يې درې تنه نور جګړه ماران ټپيان شول.
لومړۍ نښته هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د قندهار په دامان ولسوالۍ کې د افغان سرتيرو په کاروان بريد وکړ.
دقندهار ولايت د دامان ولسوالۍ يو سيمه ييز مسوول باخترآژانس ته وويل چې په دې نښته کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول اودوه تنه نور يې ټپيان شول.
ددغه سيمه ييز مسوول دڅرګندونو له مخې: په دې پيښه کې افغان سرتيرو اوملکي وګړو ته زيان نه دى رسيدلى.
بله پيښه نن سهاردهلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې هغه وخت وشوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.
ددغې امنيتي پوستې يو مسوول وايي چې په دې پيښه کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوتن بل يې ټپي شو.
ددغې نښتې په بهيرکې د وسله والوطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل او چاوديدونکي توکي هم د افغان سرتيرو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته