سیاست

جمهوررئیس کرزی: مولوي عبدالرقیب تخاری د سولې په لاره کې قرباني شو

کابل باختر دسلواغې دمياشتې  ٢٩ :
د افغانستان جمهور رئيس حامدکرزی د پیښور په ښارکې د طالبانو د اسلامي تحریک د غړي الحاج مولوي عبدالرقیب تخاري وژنه غندي او هغه د افغانستان د سولې په لاره کې یوه  ښکاره قرباني بولي.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې د جمهوري رياست دويندوى ددفتر له لارې باخترآژانس ته رسيدلې  ده  ويل شوي دي .
د طالبانو په حکومت کې د مهاجرینو دچارو وزیر، مولوي عبدالرقیب تخاری په افغانستان کې د سولې او تفاهم پلوی و او په دوبی کې د ملاآغاجان معتصم په مشرۍ د سولې په اړه په وروستیو پیل شویو خبرو کې له ګډون وروسته پیښور ته ستون شوی ؤ  ، چې ‍ پرون په شهادت ورسېد.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی په داسې حال کې چې د نوموړي وژنه په کلکه غندي د طالبانو د اسلامي تحریک په ټولوغړو یو وار بیا د ورورولۍ غږ کوي چې خپل هیواد ته راشي او په هېواد کې دننه د امن په فضا کې د افغانستان د سولې له عالی شورا سره مذاکرات ترسره کړي. ځکه په بهر کې هیڅ افغان رښتینی امنیت نه لري، خصوصا هغه وطندوست افغانان چې په  خپل هېواد کې سوله او امن غواړي او دې هدف ته کار کوي.
د هېواد جمهور رئيس دغه راز د ملا آغاجان معتصم په مشرۍ د طالبانو د اسلامي تحریک د هغو هڅو چې په دې وروستیو کې یې د سولې او تفاهم په لاره کې پیل کړي هرکلی کوي او دغه هڅې د افغانستان د خلکو لپاره چې له جګړو او ناخوالو ستومانه او هیواد یې د نویو سیاسي پړاوونو د پیل په درشل کې دی، یو ښه زیری بولي.
جمهورئیس هیله مند دی چې د سولې دغه هڅې په بشپړه توګه بریالۍ شي او آرزو لري چې د طالبانو د تحریک ټول مشران په خپل هېواد کې د سولې او مذاکراتو د پروسې په اړه اقدام وکړي ترڅو خپل ولس ته سوله او امن ور په برخه کړي.
جمهوررئیس کرزی د مولوي عبدالرقیب تخاري کورنۍ ته چې جنازه یې نن په خپل هېواد کې په درنښت سره خاورو ته وسپارل شوه ، د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای له دربار څخه ورته د جمیل صبر هیله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته