امنیت

په غزني کې يوولسو تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل/ باختر د وږي د میاشتې ۲٥ مه
په غزني ولايت کې د امنيتي ځواکونو له خوا ۱۱ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته.
د۲۰۳تندر قول اردو د قوماندانۍ رسنیز دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
افغان هوایي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د غزنی ولایت د اندړو ولسوالۍ د حیاتوال اود واغظ ولسوالۍ د کابلیو په سیمه کې په وسله والوتر هګرو هوايې بریدونه ترسره کړل چې له امله يې ۱۰تنه ترهګر وژل شوي دي او یو تن بل يې ټپي شوى دى.
دغه رازپه دغوعملياتوکې یو فولډرموټر او څلورموټرسایکلونه له منځه وړل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې:
د٢٠٣ تندر قول اردو د ماین پاکولو د ټیمونو له خوا دوه ماینونه د لوګر ولایت په مرکز پورې اړوندو سیموکې کشف او شنډ کړاى شوي دي. #
پاى_ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته