امنیت

دوه تنه تروريستان ونيول شول

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٢٨
دوه تنه د ترورستي فعاليتونو د ترسره کولو په تور د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ونيول شول.
د ٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبر پاڼې په ليږلو سره ليکلي دي:
د قندهار ولايت د ميوند او د زابل ولايت د ارغنداب د ولسواليو په مربوطاتوکې د اتل په نامه عملياتو په بهيرکې دوه تنه مشکوک کسان د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په تور ونيول شول او له هغوى څخه يو کلاشينکوف، لس کيلوګرامه اوومه چرس او د کلاشينکوف ٢٥٠ ګولۍ ترلاسه شوې او د وسايطو ضد درې ماينونه کشف او شنډ کړى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته