سیاست

د جمهور رئیس فرمان

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٣٠ مه
د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست
د افغانستان د دفاعی او امنیتي ځواکونو او حزب اسلامی مسلح ځواکونو سره د اوربند په هکله د افغانستان د جمهور رئیس او د وسلوال پوځ اعلی سرقوماندان
فرمان
د هېواد میړنیو سرتیرو، بریدملانو، افسرانو او زړه ورو جنرالانو د هغو سرښندنو او نه ستړې کیدونکو هلوځلو څخه په مننه چی د هېواد د خپلواکۍ د ساتلو او د ملي حاکمیت څخه په دفاع او نړیوال تروریزم سره په جګړه کې یی کړي دي، هغو پاکو وینو ته په درناوي چی په دې سپیڅلې لارکې د الله (ج) په رضا تویی شوي دي، د شهیدانو د آرمانونو د پوره کیدو لپاره د اساسي قانون د ۶۴ مادې د دریمې فقرې پربنسټ د روان ۱۳۹۵ لمریز کال د تلې د میاشتې په ۸ نېټه د افغانستان اسلامي جمهوری دولت د ولسمشر او د حزب اسلامي افغانستان د امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې توافقلیک لاسلیک شو.
له همدې کبله د افغانستان اسلامي جمهوری دولت د ولسمشر او د پوځ اعلی سرقوماندان په توګه د تلپاتې سولې د ټینګښت په نیت د هېواد ټولو دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د لاندې اقداماتو د پلي کولو امر کوم:
لومړۍ ماده: د هېواد هوایی او ځمکني (زغروا ل، توپچي، پلي، کوماندو، سرحدي او نور) ځواکونه دې د اسلامي حزب پر مورچلونو، مرکزونو او قرارګاوو خپل جګړه ایز او چاڼیز عملیات او ګوزارونه بند کړي.
دوهمه ماده: د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو (د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، او د ملی امنیت لوی ریاست) رهبري هیئت ته دنده سپارل کیږي چې د حزب اسلامي د پلاوي سره په مشوره د یوې هراړخیزې څیړنې له مخی اغیزمن میکانیزم جوړ کړي او د هغه پربنسټ هغه سیمې چې د حزب اسلامي مسلح ځواکونه پکې میشت دي تشخیص کړي ترڅو د هر اړخیزې همکارۍ سره سم اوربند پلي شي او د ناوړو پیښو مخه و نیول شي.
دریمه ماده: ترهغه پورې چی د حزب اسلامی افغانستان مسلح افراد (مرکزونه) خپلې وسلې د جلب او جذب پلان سره سم له دولت سره ثبت او راجستر کوي او د مجدد ادغام بهیر بشپړ کیږی، کله چې د حزب اسلامی مسلح ځواکونه د نړیوال تروریزم او یا د هېواد د مسلحو مخالفینو لخوا تر برید لاندې راځي ټول ځواکونه دی ورسره لازمې مرستې او ملاتړ وکړي.
څلورمه ماده: د قول اردو ګانو، فرقو او لواګانو قوماندانان، د پولیسو د زونونو او ولایتونو امنیه قوماندانان او د ملي امنیت د لوی ریاست اړوند ولایتي او مرکزي ریاستونه دې خپل جګړه ایز احضارات (چمتوالی) یوه درجه لوړ کړي تر څو نړیوال تروریزم د همدې فرصت څخه ناوړه ګټه وانخلي.
پنځمه ماده: وزارتونه، دولتي اړوندې ادارې او والیان دې د حزب اسلامي د قوماندانانو او افرادو سره د سیمې د امنیت لپاره خپلې ناستې، سلا او مشورې د لاسلیک شوي توافقلیک سره سم ترسره کړي.
شپږمه ماده: کله چې د حزب اسلامی افغانستان مسلح ځواکونه خپلې وسلې د اړوندو امنیتی ادارو سره د یو منظم پلان سره سم له دولت سره ثبت او راجستر کوي او د بیت المال برخه ګرځي او دوی د مجدد ادغام په بهیر کې شاملیږي، د افغانستان وسلوال ځواکونه مکلف دي چی د هیواد د نورو وګړو په شان د حزب اسلامی د مسلح ځواکونو او غړو د ځان، مال او حیثیت ساتنه د قانون سره سم تأمین کړي.
اوومه ماده: دواړه خواوې د اوربند د پوره تطبیق مکلفیت لري او هرډول سرغړونه او لدې اوربند نه غلطه استفاده به د قانون سره سم څیړل کیږي او د مجرم سره به قانونی چلند کیږي. د حزب اسلامی  غړي او د هغوی متعلقین د نورو هیوادوالو په شان د قانون پر وړاندې عین حقوق او مسؤلیتونه لري. 
اتمه ماده: د افغانستان د ملي او امنیتي ځواکونو رهبري ته دنده سپارل کیږي چی د سولې د لاسلیک شوي توافقلیک د موادو د پلي کیدو لپاره د قاطع حمایت د قوماندان او د نړیوال ائتلاف نورو قوتونو سره بشپړه همآهنګي وکړي.
نهمه ماده: د دې فرمان د پلي کیدو څارنه د افغانستان د ملي دفاع وزارت د ستردرستیز په غاړه ده چی د یو خاص طرزالعمل په چوکاټ کې د افغانستان مسلح قواووته ددی فرمان د څرنګوالي په هکله لارښونه وکړي.
محمد اشرف غني
د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت رئیس
او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته