_کابل /دلړم ٣مه /باختر :
په کونړ کې ٢٤٠ کسيزې سيمه ييزې اردو په بېلابېلو سيمو کې ځاى پرځاى شوه.
دغو پوځيانو د شپږو مياشتو لپاره د هېواد په ختيځ پوځي اکاډمۍ کې پوځي زده کړې کړې دي .
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې دغه سيمه ييزه اردو د اسعد اباد ښار او د چپې درې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې په پوځي قطعاتو کې ځاى پرځاى شوه.
هغه له ډار اچوونکو سره د مبارزې او د دوى د پلرنى ټاټوبى د امنيت دتامينولو په لاره کې د پوځيانو ځاى پرځاى کول ګټور وبلل .
ختم_ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ