امنیت

لسګونو ځوانو نجونو په نيمروز کې په قابلګى او نرسنګ څانګو کې زده کړې وکړه .

کابل باختر د وږي ١٢مه :
په نيمروز کې  ٤٣ نجونې دقابلګي  او نرسنګ  دزده کړې  له مرکز څخه پرون دفراغت سندونه ترلاسه کړل .
دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې، دنيمروز ولايت سرپرست محمد نبي براهوي په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوه ،وويل  چې دغه نجونې ددغه ولايت له مرکز او ولسواليو څخه په دوو کلونو کې دقابلګى او نرسنګ په څانګو کې زده کړې وکړې .
براهوي زياته کړه: ددغو نجونو فراغت دروغتيا په برخه کې دخدمت کولو لپاره  ميندو ته دخوښۍ خبر دى او دوى کولاى شي په نيمروز کې دميندو او د نويوزيږيدلو ماشومانو دمړينې په کمښت رول ولوبوي .   ختم_عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته