امنیت

په زابل کې دچاودنې دپيښې نوى جزئيات

کابل  باختر د تلي  دوه ويشتمه
  په زابل ولايت کې ددوو پرله پسې چاودنو له امله دپوليسو دوه تنه سرتيري ووژل شول  .
په دې پيښه کې ددريو تنو پوليسانو ، دريو تنو ملکي وګړو او ديو خصوصي امنيتي شرکت د دريو تنو ساتونکو په ګډون نهه تنه نور ټپيان شول .
دغه چاودنې نن له غرمې مخکې  دقلات ښاروالۍ ودانۍ ته څيرمه وشوې .  لومړى چاودنه هغه وخت وشوه چې د يو خصوصي امنيتي شرکت دساتونکو دسپرلۍ موټر په واټ کې په ښخ کړى شوى ماين وخوت .
  ويل کيږي چې په دې چاودنه کې ديو خصوصي امنيتي  شرکت درې تنه ساتونکي چې د ناټو دتدارکاتي کاروان دامنيت دتامينولو مسووليت يې درلود ټپيان شول او دويمه چاودنه هم له دغې پيښې څخه ټيک لس دقيقې وروسته هغه وخت وشوه چې امنيتي ځواکونه دپيښې د څيړنې او دسيمې روغتون ته دټپيانو دليږدونې لپاره دچاودنې په ځاى کې راټول شوي وو .
دزابل دوالي ويندوى محمد شريف  ناصري له باختر اژانس  سره په اړيکه کې وويل چې په دغو چاودنوکې دپوليسو دوه تنه سرتيري ووژل شول او ددريو تنو افغان پوځيانو ديو خصوصي امنيتي شرکت  ددريو تنو ساتونکو او ددريو تنو ملکي  وګړو په ګډون نهه تنه نور ټپيان شول .
په همدې حال کې دزابل دولايتي روغتون ډاکترانو ددغو چاودنو ديو ټپي روغتيايي حالت خراب وباله .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته