کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٦ نيټه :
په بلخ ولايت کې يوويشت ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
په بلخ کې د پروژو د جوړولو مسوول نجيب الله يزدان پناه باخترآژانس ته وويل؛ ديوويشتو ټولګټو پروژو کار د ٢٣ ميليونو افغانيو په لګښت دبلخ دکليو دبيا دجوړولو او اقتصاد درياستونوپه همکارۍ دبلخ دشولګرې په ١٩ کليو کې بشپړشول.
ده زياته کړه ؛ چې په دغو ټولګټو پروژو کې داوبو رسولو درې شبکې ، دنيمه ژوروڅاګانو کيندل ، دسړکونوپخول او د استنادي ديوالونو جوړول شامل دي چې څه ناڅه ديرش زره تنه ترې ګټه اخلي .
پاى ع ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ