سیاست

د ډاډګیرنې پیغام

کابل_باختر د لړم د مياشتې ١٤ مه
آریانا نیوز د خبریال د شهادت په اړه د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجنیر محمدخان د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام
په ژورې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د هېواد د دښمنانو له خوا د یوځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله په هلمند ولایت کې د آریانانیوزد نړیوال ټلویزیون تکړه خبریال نعمت الله زهیر په شهادت رسیدلی .
انا لله و انا الیه راجعون
پر خبریالانو اوملکي وکړو باندې بریدونه او د هغوی وژنه په هیڅ دین او قانون کې جواز نه لري، د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان د خبریالانو په وژنه او دعامو خلکو ښځو او ماشومانو هیڅ ر حم نه کوي او خپل وحشت او دهشت خلکو ته ښکاره کوي.
د نعمت الله زهیر شهادت ډیر خواشنی کړم، د رسنیو دستر کور ټولو غړو په تېره بیا خبریالانو او د شهید زهیر کورنۍ ته ډاډ ورکوو چې د ملي یو والي د حکومت اړوند امنیتي ځواکونه د خبریالانو په شمول د ټولو بېګناه هېوادوالو د قاتلینو او دښمنانو د نیولو په لټه کې دي.
خبریالان دې په دې خبر وي چې ځنې مزدورې کړۍ غواړي د خبریالانو په واسطه د حق هغه نعره خاموشه کړي چې خلک او زموږ ولس له یو شمیرحقایقو خبرکړي چې یادې کړۍ په کې ښکیلې دي، خو خبریالان دې په دې پوه وي چې حکومت د دوی دخونديتوب او د امنیت د ټینګښت لپاره پوره چمتو والی لري.
د نعمت الله زهیر وژنه په سختو ټکو غندو، ترڅنګ يې شهيد ته د فردوس جنت غوښتوونکی یم، کورنۍ او دوستانو ته یې د جميل صبر هيله کوم او د رسنیو لويې کورنۍ ته د تسلیت تر څنګ ډاد ورکوم چې د شهید قاتلین به د قانون منګولو ته سپارل کیږي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته