امنیت

د وسله والو قواوو لوى درستيز په قندهارکې د ٢٠٥ اتل قول اردو قومانداني وکتله

کابل باختر  دسلواغې  پنځه ويشتمه :
د هېواد د وسله والو پوځ لوى درستيز ستر جنرال ارکانحرب قدم شاه شهيم پرون د ٢٠٥ اتل قول اردو قومانداني وکتله .
  د ٢٠٥ اتل قول اردو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي:
د ملي دفاع وزارت د وسله وال پوځ لوى درستيز ستر جنرال ارکانحرب قدم شاه شهيم د قندهار د ساحوي پوځي تعليمي مرکز د کتنې په ترڅ کې ويې ويل: د قندهار زون د ساحوي قول اردوګانو ترمنځ د ٢٠٥ اتل قول اردو د مسووليت ساحه ډير ښه حالت لري او د دغې قوماندانۍ ټول پرسونل ته د زيات وياړ ځاى دى.
ده وروسته د تشريفاتو قطعه معاينه وکړه او د شهيدانو په څلي کې د ګلو ګيډۍ کيښودې او په ساحوي روغتون کې يې د امنيتي ځواکونو د ټپيانو او ناروغانو پوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته