فرهنګ

دبغلان والي دهېواد دفرهنګ په بډاينه کې دشعر په رول ټينګار وکړ .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه :
ديو والي دشعر په  ژبه او شعر از حنجره همدلي تر عنوان لاندې دمشاعرې غونډه  دبغلان ولايت دادارې له خوا تيره شپه  دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکې ادارې په ملاتړ په دغه ولايت کې جوړه شوه  .
دغه غونډه چې د رويان په پوهنتون کې جوړه شوه په هغه کې يوشمير فرهنګيانو ، ليکوالانو ،ددولتي ادارو رييسانو، دپوهنتون استادانو او شاعرانو ګډون کړي و .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دبغلان والي عبدالحي نعمتي دافکارو دتبادلې دفرهنګي  او ادبي فعاليتونو دبډاينې ، داستعدادونو دتشخيصولو او د ناپيژاندو شاعرانو د ګټورو اثارو او تاليفاتو په رامنځته کولو او د ځوان نسل د ليکوالانو لپاره  د مناسبو فرصتونو دبرابرولو په لاره کې  دغه شان  فرهنګي غونډې  ارزښتناکې وبللې .
وروسته شاعرانو دامنيتي او دفاعي منسوبينو دسرښندنو ،  يو والي او پيوستون  ، سولې او روغې جوړې ديوبل دمنلواو قومي  ژبنيو او  سمتي  تعصباتو دله منځه وړلو په باب  خپل شعرونه په پښتو او دري ژبو ولوستل .
غونډه  په مشهورو شاعرانو دسوغاتونو اوستاين ليکونو په ويشلو سره پاى ته ورسيده .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته