ټولنه

داورښتونوله امله دسالنګونو دلارې ستونزه

٢١-کابل باختر دمرغومي دويمه

  په سالنګونو کې وروستيو  اورښتونو دترافيکو بهير له  ستونزو سره مخامخ کړي دي .

  چلوونکي وايي  داورښتونو له امله دسالنګونو دعمومي  لاري زياته  برخه ګنګل شوى چې دغه کار دوسايطو تګ راتګ له ستونزو سره مخامخ کړى دى .

 درسيدلو خبرونو له مخې، له تيري شپې راپديخوا په سالنګونو کې دواوري اورښت دريدلى دى خو ويل کيږي چې دغه اورښت دغه لويه لاره کنګل کړې ده .

ديوکوچني موټر  چلوونکي  ، جواد دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، هغوى په واټونو کې دکنګل  دشتون له امله دې ته اړ دي چې ډير په کراره او داحتمالي  ترافيکي خطرونو په زغملو سره د سالنګونو په لاره کې تګ راتګ وکړي .

 په دې  حال کې دسالنګونو  دساتنې او څارنې رييس جنرال رجب  وايي دهغوى کارکوونکي له وروستيو اورښتونو سره سره دشپې اوورځې  په کار سره  دترافيکو بهير پرانستي ساتلي دي .

 جنرال رجب  زياته کړه، دهغوى خدمتي  ټيمونه له عمومي واټونو څخه دګنګل  دلري کولو لپاره کار کوي چې په سالنګونوکې  دترافيکو بهير عادى حالت غوره کړي .

 دسالنګونو دساتنې او څارنې رييس وويل ، ډير ژربه  ددغې لوى لارې ستراتيژيکي برخې د خونړيو ترافيکي پيښو دمخنيوي او دترافيکو بهير دعادى کولو لپاره  له کنګل څخه پاکې شي .

 جنرال رجب په چلوونکو  نيوکه وکړه ويي ويل زياتره  چلوونکي دهغوى په لارښوونو عمل نه کوي او دسالنګونو په لاره  دتګ راتګ په وخت کې  خپل وسايط  دچين  په ګډون په  ژمنيو وسيالو نه سمبالوي .

 ده وويل په وسايطو  کې دچين دنه تړلو له امله په دې لاره کې ترافيکي پيښې  زياتيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته