امنیت

يو سيمه ييز قوماندان په فارياب کې ووژل شو.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٤
يو سيمه ييز قوماندان له خپلې نږور سره دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په فارياب ولايت کې ووژل شو.
دفارياب ولايت دقيصار ولسوال رحمت الله قيصارى باختر آژانس ته وويل دفارياب ولايت يو سيمه ييز قوماندان غلام نبي پرون دالمار – قيصارپه تګلورى کې کله چې دميمنې ښارته روان و دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا پرې ډزې وشو او له خپلې نږور سره ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول.
ديوه ټپي روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته