نړۍ

دوه سوه پنځوس تنه پناه غوښتوونکي د مديترانې په سمندرګي کې ډوب شول

_ روم نړيوالې خبري منابع  باخترد لړم د مياشتې  ١٤ :    
د ليبيا په سواحلوکې د مديترانې په سمندرګي کې د دوو بيړيو د چپه کيدوله امله  ٢٤٩ تنه پناه غوښتوونکي ووژل شول.
د ايرنا د خبري سايټ د خبرله مخې: 
په دې ناتارکې د ٢٧٨ تنو پناه غوښتوونکو له جملې څخه چې په دوو بيړيوکې ايټاليا ته د رسيدو په لټه کې وو، ٢٩ تنه يې ژغورل شوي او د لامپه دوزا  ټاپو ته رسيدلي دي.
د لامپه دوزا د ټاپو ښاروال نيکوليني له پناه غوښتوونکو سره له کتنې وروسته د کرونوس خبري  آژانس ته وويل  چې دغه پناه  غوښتوونکي د خپل سفر په بهيرکې زياتې ستونزې ګاللې دي.
ده زياته کړه چې ٢٧٨ تنه پناه غوښتوونکي په وروستيو ورځوکې د طرابلس له بندرڅخه روان شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته