میمنه باختر د تلې ۲۸ مه
په فاریاب ولایت کې د ټاکنو په پروسه کې د خلکو ګډون کم رنګه تر سترګو کېږي خو هیله شته چې د ورځې په اوږدو کې به پراخ شي.
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبرله مخې؛په فاریاب ولایت کې هم د نورو ولایتونو په څېر د رای ورکونې پروسه پیل شوې خو تر دې مهاله په دغې پروسه کې د خلکو ګډون کمرنګه دی.
سرچینه زیاتوي چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې په کوهستان کې د سټیکرونو د نه لګېدو او د بلچراغ د سقوط له امله د ټاکنو مرکزونه تړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د فاریاب ولایت اوسیدونکي هم د بایومټریک سیستم له ستونزو څخه سرټکوي او له مسوولینو څخه یې ډيرژر د حل غوښتنه کوي.پای/وصال