نړۍ

داخوان المسلمين ګوند دڅه دپاسه يوسلو اتيا تنو تورنوکسانو داعدام حکم تاييد شو .

کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه :
  دمصر يوې محکمې دپوليسو په يوې پوستې دبريد په تور داخوان المسملين دډلې ديوسلو درې اتيا تنو پلويانو داعدام حکم تاييد کړى دى.
باختراژانس دبي بي سي له خولې خبر راکړ، نږدې دوه مياشتې مخکې دمصر ديوې محکمې قاضي ددغې دوسيې د ٦٨٣ تنو تورنوکسانو داعدام حکم صادرکړى و.
داخوان المسلمين مشر محمد بديع  په هغو کسانوکې دى چې داعدام حکم يې تاييد شوى دى .
  پنځه تنه نور تورن کسان له پنځلسو څخه تر پنځوسو کلونوپورې  په بند محکوم شوي و او نورو يې برات پيداکړى دى
زياتره حکمونه په غيابي ډول  صادر شوي دي په ابتداييه محکمه کې ټولو تورنوکسانو ته داعدام دحکم صادريدو پراخ نړيوال او دبشر دحقوقو دډلو انتقاد له ځان سره درلود .
داخوان المسلمين ګوند فعاليت دمصر دپخواني جمهور رييس محمد مرسي له ګوښه کيدو وروسته په دغه هيواد کې منع کړى شو او پلويان يې  دحکومت  له خوا له سختې ځپنې سره مخامخ شول .
  دمصر اوسني جمهور رييس او ددغه هيواد داردو پخواني قوماندان عبدالفتاح السيسي  دخپلو انتخاباتي تبليغاتو په وخت کې ويلي و چې دبرياليتوب په صورت کې به داخوان المسلمين کومه نښه نښانه پرې نږدي .
دمصر داردو دتيرکال دکودتا په بهير کې چې دجنرال السيسي  په قوماندانۍ ترسره شوه څه دپاسه يو زرو څلور سوه تنه ووژل شول او شپاړلس زره تنه نور چې زياتره يې داخوان المسلمين  پلويان دي بنديان شوي دي .
ددغې دوسيې په اړوندو کسانو دتيرکال دزمري دمياشتې په ديرشمه نيټه بريد کې دپوليسو دمامورينو دوژل کيدو لپاره په هلوځلو او وژنو تورن دي.
  په هغه وخت کې امنيتي ځواکونو او پوليسو داخوان المسلمين  په سلګونو تنه پلويان   دقاهرې ښار په نښتوکې ووژل . په نوې محکمه کې دحکم له تاييد سره سره ددغې دوسيې په حکمونو کې دنوي نظر امکان هم  شته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته