جلال آباد باختر دچنګاښ دمياشتې ١٥ :
په ننګرهار ولايت کې درې تنه داعشيان د نويو هوايي بريدونو په بهيرکې ووژل شول.
په دغو داعشيانو تېره شپه او نن سهار د اچين او هسکې مېنې په ولسواليوکې بريدونه وشول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې د دوو تنو بهرينو جګړه مارانو په ګډون درې تنه داعشيان ووژل شول.
ده وويل: دغه داعشيان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې بريدونه پرې وشول.
ويل کيږي، په دغو بريدونوکې د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ