١١- کابل باختر د ليندى نهه ويشتمه
دکابل د ١٠١ اسمايي زون دقوماندانۍ پوليسو پرون په کابل ولايت کې يوه شل کيلويي بوشکه چاوديدونکي توکي ترلاسه او شنډ کړل .
دکابل د ١٠١ اسمايي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ دغه بوشکه چې دوسله وال مخالفينو له خوا د ورانکارو عملونو په خاطر تر يوه پله لاندې ځاى پرځاى شوې وه دپوليسو له خوا کشف او شنډ کړى شو .