امنیت

دامريکا سفارت دتروريستي بريدونو خبر دارى ورکړ

يوه امنيتي مسوول  :  دغه خبردارى جدي بولو خو وارخطا او انديښمن نه يو
 کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٩ :  
په کابل کې دامريکا سفارت  په کابل ښارکې  ديوه تروريستي بريد خبر دارى ورکړى دى .
دباخترآژانس  دخبرله مخې :  په کابل کې دامريکا سفارت په يوه  وينا کې  خبردارى ورکړى دى  چې ښايي دکابل ښار په مربوطاتو کې   يو   تروريستي    بريد وشي .
دغه سفارت ټينګار کړى دى چې وسله والو پوځي مليشو  په کابل  کې ديوه  تروريستي بريد دترسره کولو نيت کړى دى.
ددغې وينا له مخې  ؛  دافغانستان اوا مريکا دولتي مقامات ، دبهرنيو هېوادونو سفيران ، ميلمستونونه ، هوټلونه  ، هوايي ډګرونه او روزنيز  مرکزونه ددغه بريد  په خطر کې دي.
سره له دې چې  دکورنيو چارو وزارت او نورو امنيتي بنسټونو په دې برخه کې 
کومه تبصره نه ده کړې  خوپه کابل کې يوه امنيتي مقام  دامريکا دسفارت  دوروستي خبرداري په برخه کې  دنظر سنجونې  دنتيجو په څرګندولو سره ويلي دي  چې تروريستان هره ګړۍ نه يوازې په کابل کې بلکې دهېواد  په هره سيمه کې هېوادوالو ته  ګواښ دى.
دوى له هر فرصت څخه  استفاده کوي  خو  امنيتي ځواکونه هم لاس تر زنې ناست نه دي او تراوسه پورې يې  زياتې تروريستي توطيې کشف او شنډې کړې دي.
موږ  دامريکا دسفارت خبردارى  جدي بولو  خو وارخطا او انديښمن نه يو ځکه له هرې تروريستي توطيې اوله هرې ناوړې پيښې سره مقابلې ته تيار يو او دامنيتي ځواکونو دغه درايت  دافغانستان خلکو ته څرګند دى اوهغوى  په خپلو هغو بچيانو چې  دهېواد په دفاعي او ا منيتي ځواکونو کې شامل دي باور لري . دغه امنيتي مسوول دغه راز وويل ؛ چې په کابل کې دامريکا له سفارت څخه  زموږ هيله دا ده چې امنيتي اطلاعات او زيګنالونه له موږ سره شريک کړي  چې په وړاندې يې اقدام وشي  او پروګرام  جوړ شي .
دخبرتياو  خپرول کيداى شي دخلکو روح   او روان  ته زيان ورسوي او هغوى انديښمن کړي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته