امنیت

دکورنيونيو چارو وزارت ويندوى: د وسله والوطالبانو د سر د زيان شمېر په سلو کې پنځوس زيات شوى دى

کابلباختردسرطان ١٠
دکورنيوچارو وزارت ويندوى وايي: د روان هجري لمريزکال په لومړيو دريو مياشتوکې څه دپاسه اته سوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. دغه شمېر د تيرکال د همدې مودې په پرتله د دې کار څرګندوى دى چې دطالبانو د سر د زيان شمېر په سلوکې پنځوس زيات شوى دى.
دباخترآژانس دخبر له مخې: صديق صديقي چې نن يې په کابل کې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې وويل چې په همدې موده کې افغان امنيتي ځواکونو د وسله والومخالفينوپرخلاف درې سوه اووه اتيا عمليات ترسره کړي دي چې شپيته عمليات يې په مستقل ډول دپو ليسو له خوا ترسره شوي دي چې په دغو عملياتو کې وسله والو مخالفينو د سر دروند زيان زغملى دى.
دغه راز د کورنيوچارو وزارت ويندوى ټينګار وکړ چې د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې دپوليسو ځواکونو هم د سر زيان زغملى دى.
دى په همدې موده کې دتيرکال د همدې مودې په پرتله دپوليسو د سر زيان په سلو کې يو ويشت زيات ښيي.
صديقي په واټ کې د ښخ کړاى شويو ماينونو چاودنې د پوليسو د سر د زيان اصلي عامل وباله .
ده يادونه و کړه چې په تيرو ٢٤ساعتوکې په سمنټو بار لاري کې ځاى پرځاى شوي پنځه سوه کڅوړي چاوديدونکي توکي د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ په مربوطاتوکې او څلور ريموټ کنترول ماينونه د پوليسو دځواکونو له خوا په فراه ولايت کې کشف او ضبط شوي دي چې کيداى شول د ډار اچوونکو له خوا په تروريستي فعاليتونوکې وکارول شي.
صديقي څرګنده کړه چې د پنځلسو تنو ځانمرګو يرغلګرو نيول، د روان کال د غبرګولي په مياشت کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو نور برياليتوبونه دي.
په همدې حال کې د ناټو او آيساف ويندويانو هم له تروريستانو سره په مقابله کې د افغانستان د امنيتي ځواکونو د برياليو کړنو د ستاينې په ترڅ کې له دغو ځواکونو سره د ناټو او آيساف په ملاتړ باندې ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته