امنیت

دوه تنه له درې ويشتوکيلوګرامو چرسو سره ونيول شول

کابل باختر د کب شپږ ويشتمي
دنشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي پرون د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې د پوليسو له خوا په دغه ولايت کې ونيول شول.
دغه کسان چې درې ويشت کيلوګرامه چرس يې له کندز ولايت څخه کابل ته ليږدول، د سالنګ په لويه لاره کې ونيول شول.
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته د يوې خپرپاڼې  په ليږلو سره وليکل: دغه کسان چې درې ويشت کيلوګرامه چرس يې په مهارت سره په يو کرولا موټرکې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې چې هغه کابل ته وليږدوي؛ د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره د مبارزې د پوليسو له خوا د سالنګ په لويه لاره کې ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته