اقتصاد

دپنځو پروژو قرارداد لاسليک شو .

کابل باختر د لړم اووه ويشتمه :
دڅه دپاسه  يوسلو دولسو مليونو افغانيو په ارزښت د پنځو پروژو قرارداد پرون دانرژۍ او اوبو په وزارت  کې لاسليک شو .
دغه قراردادونه دانرژۍ اواوبو وزارت سرپرست محمدعارف نورزي دڅو خصوصي ساختماني شرکتونوله استازو سره لاسليک کړل چې دهغوله مخې دخوست او فارياب  په ولايتونوکې پنځه کانالونه  جوړيږي .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دانرژۍ او اوبو وزارت سرپرست محمدعارف نورزي ددغو قراردادونو  له لاسليک  کولو وروسته وويل چې دخوست  او فارياب په ولايتونو کې درې زره يوسلو اته نوي کورنۍ دڅښاک له روغتيايي اوبو څخه ګټه اخلي  او دغه راز يوزرو څلور سوه  دوه  اتيا هکتاره  کرنيزه ځمکه خړوبيږي .
دانرژۍ او اوبو وزارت سرپرست  يادونه وکړه چې يوه له دغو پروژو څخه دقندهار ولايت ددامان ولسوالۍ دهايدرولوژۍ دمرکز دساتوونکو دودانۍ  دمحافظت  په خاطر داستنادي ډيوال جوړول دي .
ده ټينګاروکړ هغه خصوصي شرکتونه چې دغه پروژې  يې په غاړه اخستي دي بايد دنظر  وړ ودانۍ  په اساسي ډول  اوله قراردادسره سم جوړې کړي .
ددغو پروژو قراردادونه په ملي شورا کې ددغو ولايتونو خلکو دځينو استازو په وړاندې لاسليک شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته