روغتیا

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ملي پراختیا شرکت عمومي رییس سره وکتل

کابل / د غبرګولي١١ مه / باختر د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح د ملي پراختیا شرکت له رییس عبدالرحمن عطاش سره وکتل..
د باخترآژانس د خبرله مخې: د عامې روغتیا وزارت سرپرست په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د افغان – جاپان او شیخ زاید روغتونونو کې د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ د نصبولو، د اکسیجن ریزرفي بالونونو برابرولو او نورو اړوندو برخو کې د ملي پراختیا شرکت د بېړنۍ همکارۍ غوښتنه وکړه.
عبدالرحمن عطاش د عامې روغتیا وزارت سره د ملي پراختیا شرکت په بشپړې همکارۍ ټینګار وکړ او د اړوندو څانګو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د اکسیجن د تولید دستګاه وو د نصب، فعالولو او نورو اړوندو څانګو کې جدي اقدامات وکړي.
پاى \ اشرفي \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته