امنیت

د فراه ولايت د استيناف يوڅارنوال شهيد شو

فراه باختر دسلواغې ١٤ نيټه :
د فراه ولايت په مرکز کې نن سهار د ناپيژاندو وسله والو  کسانو له خوا د استيناف يو څارنوال په ډزو سره شهيد کړاى شو.
د فراه  د پوليسو وياند اقبال باهر  د باخترآژانس خبريال ته وويل: د فراه ښار په مربوطاتو کې د دغه ولايت  د استيناف څارنوال نيازمحمد د دوو تنو وسله والو موټر سايکل سپرو له خوا  په ډزو سره  شهيد کړاى شو.
باهر زياته کړه، پوليسو  وکولاى شول  چې يو تن بريد کوونکى په  ډزو سره ټپي کړي او  ويې نيسي.
باهر وويل: دويم بريدکوونکى د پوليسو تر تعقيب لاندې دى او پيښه د پوليسو له خوا تر تحقيق او څيړنې لاندې ده. پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته