امنیت

څلور تنه ډار اچوونکي په ننګرهار کې ونيول شول.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٤
څلور تنه ډار اچوونکي په ننګرهار ولايت کې دځانګړو عملياتو په بهير کې ونيول شول .
دغه کسان چې ويل کيږي د داعش د ډلې غړي دي په کوټ ولسوالۍ کې دپوليسو په عملياتو کې ونيول شول.
دننګرهار دوالي وياند عطا الله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل په دغو کسانو کله چې ديو لړ ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو بريدوشو.
ده نيول شوي کسان د داعش د ډلې غړي وبلل او ويې ويل له دوى څخه څو ميله وسلې هم ترلاسه شوې دي .
ويل کيږي په دغو عملياتو کې سرتيرو او ملکي وګړوته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې دوه تنه داعشيان په ننګرهار ولايت کې دهوايي بريد په بهير کې ووژل شول.
په دغو داعشيانو تيره شپه دهسکې مينې په ولسوالۍ کې په خپل پټنځي کې د ناتو دبې پيلوټه الوتکو له خوا بريد وشو .
ده وويل دغه داعشيان ديولړ ډار اچوونکو بريدونو د ترسره کولو په مقصد راټول شوې و چې بريد پرې وشو.
ويل کيږي په دغه هوايي بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته