سیاست

تبصره

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر :
په کابل  کې وروستۍ تروريستي  پېښې او په هېواد کې  دجګړې له ډګرونو څخه خپاره شوي خبرونه ددې واقعيت څرګندوي دي چې طالبان دسولې لپاره هيڅ اراده او عزم نه لري او دتل په شان ، وژنې ، وينه تويوي  او ويجاړتياوې رامنځته کوي .
  دباختراژانس مفسر ليکي:  پرون کابل ديوې  بلې تروريستي پېښې  ډګر و  دکابل ښار  دپنځلسمې ناحيې داستوګنې  په يوه ساحه کې  په موټر کې دبار شوي بم چاودنه  زموږ ددولسو هېوادوالو دوژل کېدو او ديوشمېر نورو دټپي کېدو سبب شوه .
ډيره دردونکي  داچې په دې پېښه کې يوه څلورکسيزه کورنۍ له منځه لاړه ددغې کورنۍ دوه بچيان چې دولس کلن او اووه کلن ماشومان وو شهيدن شول او پلار يې ديوه لاس او يوې پېښې په غوڅېدو سره دتل لپاره معيوب شو.
په دې پېښه کې زيات زيان  ماشومانوته واوښت هغه کوچني  ماشومان چې ښوونځي ته روان وو له دې څخه بې خبره  چې وحشت او ترور هغوى  ته سترګې په لاره دى چې دهغوى ماشومانه هيلې او تخيل په اوبو لاهو کړي .
طالبانو  دخپل وروستي  جنايت په ترسره کولو سره يوځل بيا ثابته کړه: هلې ځلې کوي چې افغانستان دماشومانو ګورستان او داستعدادونو  ګورستان کړي ځکه دروان کال په بهير کې  هغوى زيات تمرکز دماشومانو کړى  دى او په وار وار يې هغوى په نښته کړي دي .
که چيرې  طالبانو پرون دنيا ، حديث  او کوچنى مصطفي  شهيدان کړل  او هغوى يې په پتمن اوماشومانه خوب سره دابديت ټاټوبي ته روان کړل له هغې څخه  څو ورځې مخکې  ٩ نور ماشومان دتخار په درقد کې دهغوى دښوونځي په لاره کې  په ماين اېښودلو سره شهيدان کړل .
دروان کال دچنګاښ په مياشت کې دکابل دپل محمود خان  په ساحه کې  ديوه ښوونځي  څو زده کوونکي شهيدان او ددغه ښوونځي  ٥١ نور زده کوونکي ټپيان شول .
په همدې مياشت کې په غزني ښار کې  يوه ښوونځي ته څېرمه په يوه موټر کې دبار شوي بم په چاودنه کې ددغه ښوونځي  ٣٥زده کوونکو  ته مرګ ژوبله  واوښته .
هغه څه چې  وويل شول له لسګونو جنايتونوڅخه يوه برخه ده  چې دروان کال په اوږدو کې  په هېواد کې رامنځته شوي او په پايله کې يې بيګناه ماشومان ، دښوونځي زده کوونکي اوښځې  او بوډاګان  ووژل شول هغه کسان چې په دغه شان پېښو کې ووژل شول داستعدادونو خاوندان وو
دخپل هېواد ، کورنۍ ، ټولنې اوراتلونکې لپاره يې هيله لرله او زموږ دنن اوسبا لپاره يو ارزښت و خو نن زموږ ترمنځ نشته بلکې دخاورې په تل کې يې ځاى ونيوه .
داپه ډاګه کوي  چې طالبان په دې لټه کې دي چې افغانستان داستعدادونو په ګورستان بدل کړي .
ديوه دغه شان تريخ  واقعيت په شتو ن کې زموږ خلک دې نتيجې ته رسيدلي دي چې وسله والې ډلې( طالبان او داعشيان ) په ديني  ، اخلاقي اوانساني ارزښتونو باور نه لري طالبان دروانو ناخوالو په شتون کې دخپل موقعيت  دتامينولو په لټه کې دي
  طالبانو دروان کال  دوږي له څوارلسمې نيټې وروسته  کله چې ترامپ دکابل په شش درک کې ددغې ډلې ديوه ځانمرګي بريد په ځواب کې چې ديوه امريکايي وژل کېدل  په ځان پسې درلودل له دغې ډلې  سره دسولې خبرې وځنډولې .
طالبان امريکا ته په تضرع بوخت و چې له هغوى سره خبرې له سره پيل کړي او اوس چې  دسياست په ډګر کې  دخوځښتونو نښې نښانې ترسترګو کېږي طالبانو دزور ازمايښت ته مخه کړې ده او دپرونۍ پېښې  په شان دبرېدونو په ترسره کولوسره دځان لپاره زمينه برابروي .
  داجوتوي  چې طالبان په  رښتينې سولې باور نه لري  نو ښه به وي چې له هغوي سره  په خپله دهغوى په ژبه  خبرې وشي هغو ي محکوم او منفور دي له هغې ډلې سره چې سوله دپرديو په ګټو اودافغانانو دوينې په تويولو کې لټوي څه ډول کولاى شو ملګرتيا وکړو .
دغه شان ډله دله منځه وړلو او ځپلو مستحقه ده اوبايد په ملي پيوستون سره ددغې متحجرې ډلې په ځپلو لاس پورې کړي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته