سیاست

دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين د کاناډا ددفاع وزارت له لوى درستيې سره وکتل

کابل- باختر دليندي اتلسمه:
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالرحمن رحمان د کاناډا هېواد د دفاع وزارت له لوى درستیز سره د ګډو همکاریو او په هېواد کې د شته امنیتي حالاتو په موخه وکتل.
په دې کتنه کې لومړۍ د کورنیو چارو وزارت سترامنیتي معین سترپاسوال عبدالرحمن رحمان د کاناډا هېواد د تېرو ترسره شـوو مرستـو او کارونو له امله په مننې سره وویل چې د کاناډا هېواد له افغانستان سره له تېرو کلونو را پدې خوا په بېلابېلو برخو کې د پام وړ مرستې کړي چې زموږ لپاره د پوره منلو وړ دي.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د امنیتي مسولیتونو د لېږد لړۍ ته په اشارۍ سره وویل دا چې د افغانستان ټول وګړي له موږ او تاسې څخه سوله او امنیت غواړي او د امنیتي مسولیتونو د لېږد د لړۍ هرکلی کوي نو ټول ملي امنیتي ځواکونه مو په پوره میړانه او کلک هوډ اوعزم سره د هېوادوالو د سر او مال ساتنې په موخه د لا نورو هلو ځلو او کوټلو ګامونو په پورته کولو سره مثبتو پایلو ته رسیدونکي دي.
وروسته د کاناډا هېواد د دفاع وزارت لوﺉ درستیز سترجنرال تامس لاسن وویل موږ خوښ یو چې افغانستان سره د تاریخ په اوږدو کې اوږده او دوامداره همکاري لرو زموږ د همکاریو يواځینی علت دا دی چې له افغانستان یو ازاد خپلواک او پر پښو ولاړ افغانستان وي موږ به د خپلو ټولو شته امکاناتو نه په ګټې اخیستنې سره د افغانستان نظامي برخو ته لا نوره پاملرنه وکړو ترڅو د افغانستان ټول ملي پولیس د نظامي تجهیزاتو سره په مسلکي او ښونیزه پوهه سمبال وي.
د کاناډا د دفاع وزارت لوﺉ درستیز د خپلو خبرو په پای کې ژمنه وکړه چې زموږ مرستې به له افغانستان سره تر یو وخته نه بلکې په ډېر سختو او ستنونزمنو حالاتو کې هم له افغانانو سره په خپلو کړو ژمنو ولاړ او مرستو ته به دوام ورکوو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته