امنیت

درې اوويا نور وسايط له توروفلمونو او اضافي وسايلو څخه پاک شول

کابل   باختر د کب د مياشتې  ٥  :
په کابل ښارکې  له تورو فلمونو څخه د وسايطو پاکول دغه  راز  دوام  لري او په نوې پرمختيا  کې له  تورو  فلمونو او نورو  اضافي  وسايلو څخه ٧٣  وسايط  پاک شول.
دکابل دګارنيزيون دلويې قوماندانۍ مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د غيرمسوولو کسانو دتګ راتګ د مخنيوي په  مقصد له تورو فلمونو څخه دوسايطو پاکول ددغې ادارې له  منظور شوي  پلان سره سم دغه  راز دوام لري او په نوې پرمختيا کې د کابل ګارنيزيون لويې قوماندانۍ   ګرځنده  ګزمو٧٣ پوځي ، ملکي او زغره وال  وسايط  له تورو فلمونو او نورواضافي وسايلو څخه پاک  کړل .
دغه رازددغې ادارې کارکوونکو دپلټنې په وخت کې د اسنادو  نه  لرونکي څلوروسايط ، يو کلاشينکوف ،دوه  مخابرې  او يو آنتن له غيرمسوولوکسانو څخه راټول  دکابل د ګارنيزيون لويې قوماندانۍ  موظف کميسيون ته  وسپارل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته