امنیت

دطالبانو د ډلې يو قوماندان ونيول شو .

کابل باختر د سلواغي شلمه

  دطالبانو د ډلې يوقوماندان  په خوست ولايت کې ونيول شو .

  د٢٠٣ تندر قول اردو يوخبرځاى دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  دملي اردو ځواکونو تيره شپه دخوست ولايت دصبريو ولسوالۍ په سبيرګي کلي کې دبيړنيو عملياتو په ترڅ کې  په دغه ولايت کې دطالبانو د ډلې يو قوماندان ضيا الحق  ونيوه .

 قوماندان ضيا الحق  په زياتو تروريستي فعاليتونو او دعامه نظم په ګډوډولو کې لاس درلود له ده څخه يوه اندازه مهمات او يو موټرسايکل هم ترلاسه شوى دى .

 دخوست له ولايت څخه په يوبل خبر کې ويل شوى دى دملي اردو عسکرو ددغه ولايت په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې په عملياتوکې له  يوې اندازې درندي وسلي سره  چاوديدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته