امنیت

دولس تنه وسله وال طالبان په لوګر ولايت کې ونيول شول .

١٥ –  کابلباختر د ليندى ٢٠ مه

   د لورګر ولايت په څرخ ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو او دايساف د قوتونو  له خوا دولس تنه وسله وال طالبان ونيول شول . 

 دلوګر ولايت  امنيه قوماندان مل پاسوال غلام  سخي روغ ليونى  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل نړيوالو ځواکونو تيره شپه په  څرخ ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړل چې له امله يې دطالبا نو د ډلې ددريو تنو سرګروپانو په  ګډو ن دولس تنه  وسله وال طالبان ونيول شول .

   دلوګر دوالي ويندوى دين محمد درويش وويل  چې په دغو عملياتوکې  دکلاشينکوفونو  تومانچو او الواندازونو په ګډون  يو ه اندازه وسلې  او جعلې پاسپورتونه  هم ترلاسه شوي دي .

  ده زياته کړه  دغه کسان دڅرخ ولسوالۍ  په بازار کې ونيول شول او دايساف دځواکونو له  خوا له  دوى څخه پوښتنې پيل شوي دي . ديوبل خبر ل ه مخې  دنيمروز ولايت  په خاشرود ولسوالۍ کې اووه  تنه  له وسله  والو طالبانو سره دهمکاري په  تور  ونيول شول .

 له  دوى څخه دوه پکېا ماشينګنې ،  يوه اندازه ماينونه او چاوديدونکې  توکې هم دامنيتي ځواکونو او دايساف  دقوتونو لاس ته ورغلي دي . ؛

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته