سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایيه رییس د هلمند له استازو سره ولیدل

کابلباختر د غويي د مياشتې ١:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایيه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون په سپيدار
ما ڼۍ ګى د هلمند ولایت د خلکو له یوشمېر استازو سره ولیدل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د هلمند ولایت اوسېدونکیو او په مشرانو جرګه کې د دې ولایت د خلکو استازي سره له دې چې د ذوالفقار عملیات یې بریالي وبلل، خو د دې عملیاتو له امله یې د خلکو د کورونو په ویجاړولو اندېښنه وښوده.
هغوی دغه راز له اجرایيه رییس نه غوښتنه وکړه، چې د پوهنې، څارنوالۍ او امنیت په برخه کې هلمندیانو جدي ستونزې لري او باید ستونزې یې جدي ونیولي شي.
د هملند استازو ویل، چې په کابینه کې د هلمند وګړو ته پام نه دی شوی؛ خو غوښتنه یې وکړه، چې حکومت دې د هلمند له لوستو او کدري ځوانانو نه ګټه پورته کړي او په بېلابېلو برخو کې دې ورته پام وکړي.
دوی د حکومت له لوري د هلمند ځوانانو ته په نه پام نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د هلمند د ځوانانو د ستونزو د حل لپاره دې اقدام وشي. د هلمند اوسېدونکیو غوښتنه وکړه، حکومت دې د هغو چارواکیو چې له لسو کالو نه ډېر یې هم په خپله دنده پاتې دي، د بدلون په اړه هم غور وکړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایيه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د عملیاتو پر مهال د هلمند د اوسېدونکیو د کورونو په ویجاړۍ اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې په اړه به د ملي امنیت شورا په راتلونکې ناسته کې بحث وکړي.
هغه د هلمند خلکو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او ویې ویل: تر اوسه په تېرو څو میاشتو کې چې د ملي یووالي حکومت رامنځته شوی په هېڅ ولایت کې کار نه دی شوی. اوس کابینه بشپړه شوه. والیان به هم ډېر ژر معرفي شي. له دې وروسته به حکومت خلکو ته کار پیل کړي.
اجرایيه رییس زیاته کړه، چې مقررېدونکي خلک به خلکو ته د خدمت ژمنه کوي او د دې ژمنې له مخې به ټاکل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته