سیاست

دجمهور رييس دويم مرستيال : تر يوې اوونۍ پورې به دانتخاباتي اصلاحاتو برخليک مشخص شي .

کابل باختر دزمري نهه ويشتمه :
دجمهوري رياست دويم مرستيال قانونپوه سروردانش پرون دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان له ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتوسره وکتل او دهېواد د وروستيو سياسي  مسئلو او دغه راز دانتخاباتي  اصلاحاتو په باب يې ورسره خبرې وکړې .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دجمهور رييس مرستيال په دې کتنه کې دافغانستان له دولت اوخلکو سره دنړيوالو همکارانو په تيره بيا دملګروملتو دسازمان دهميشني ملاتړ له امله  دقدردانۍ په ترڅ کې څرګنده کړه دافغانستان حکومت په تيرو دووکلونو کې له ستونزو سره سره مهم برياليتوبونه ترلاسه کړي دي چې هر يو يې په خپل ځاى کې بې سارى دى .
  ده زياته کړه دادارې او حکومتوالۍ  په برخه کې داصلاحاتو دبهير ګړندي کول ، په عدلي اوقضايي برخو کې اصلاحات ، په مالي او تدارکاتي  مسئلو  کې شفافيت ، دځينو اقتصادي او معيشتي  پروګرامونو فعالول ، له نړيوالې ټولنې سره ددوستانه اړيکو ټينګښت ، دامنيتي ځواکونو پياوړتيا دسولې په بهير کې شفافيت  او دانتخاباتي اصلاحاتو پرمخ بيول  زموږ دبرياليتوبونو يوه برخه ده .
قانونپوه  دانش دانتخاباتي اصلاحاتو په باب وويل: انتخاباتي اصلاحات له هغو ستونزو او پيچلتيا سره يې چې لرلې، تراوسه پورې په ښه توګه پرمخ تللي دي او په راتلونکي اوونې کې به  برخليک يې مشخص شي .
ده ټينګار وکړ حکومت دانتخاباتو په ترسره کولو هوډمن دى او په انتخاباتي قوانينو کې دلازمو  اصلاحاتو له رامنځته کولو وروسته به دانتخاباتو دترسره کولو په برخه کې په عملي کارونولاس پورې کړي .
دجمهور رييس مرستيال دغه راز دملي وحدت  دحکومت دمشرتابه ترمنځ درامنځته شويو نزاکتونوپه باب  هم څرګنده کړه دحکومت دمشرتابه درايت اوزړه سوى  ته په پاملرنې  سره  به ستونزې ډير ژر حل شي .
ده ټينګار وکړ چې په دې وروستيو وختو کې داسې سخته کومه مسئله نه ده رامنځته شوې چې  دعمومي انديښنې او دغه راز دنويو ستونزو او بحرانونو سبب شي .
دغه راز دملګروملتو دسازمان دسرمنشي ځانګړي استازي ياماموتو دافغانستان په سياسي  مسئلو کې دجمهوري رياست ددويم مرستيال دمثبت رول دستاينې په ترڅ کې څرګنده کړه: نړيواله ټولنه او دملګروملتو سازمان ، دافغانستان ټولې مسئلې په تيره بيا دانتخاباتي اصلاحاتو بهير او په وروستيو ورځو کې دملي وحدت د  حکومت ترمنځ رامنځته شوي مسئلې  له نږدې  تعقيبوي او دملي وحدت دحکومت  دمشرانو دزغم غوښتنه کوي او هلې ځلې کوو چې په بې پلوى  تر څنګ دمسئلو په حل کولو او ستونزو په کمښت کې مثبت رول ولوبوو .
ده ټينګار وکړ زه تاسو ته ډاډدرکوم چې نړيواله ټولنه او دملګروملتو سازمان به دپخوا په شان دافغانستان ددولت  اوخلکو ملاتړ وکړي او تل به ددوى تر څنګ ولاړ وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته