امنیت

شپږ تنه غله ووژل شول

کابل – باختر د تلې دمياشتې يوولسمه
په نيمروز ولايت کې پرون د پوليسو او د يوې ډلې غلو ترمنځ جګړه کې شپږ تنه غله ووژل شول.
د نيمروز ولايت د چار برجک ولسوال حاجي نبي براهوي د باختر آژانس خبريال ته وويل: يوه شپږکسيزه ډله غله چې د چار برجک ولسوالۍ په جنوب کې د مسافر وړونکي موټر سپرلۍ کوزې کړې او د هغوى پيسې او وسايل يې لوټې کړې وې؛  د دغې ولسوالۍ له امنيتي ځواکونو سره د يو ساعته جګړې په بهيرکې ووژل شول. خبرځاى زياته کړه: له دوى څخه څلورکلاشينکوفونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته