روغتیا

په خوست کې ٦ ټنه تير تاريخ توکي وسوځول شول

متون باختر د وري د مياشتې ٥ مه
په خوست ولايت کې د څو مياشتو په اوږدو کې راټول شوي ٦ ټنه د تېر تاريخ توکي وسوځول شول.
د خوست والي پوهندوى حکم خان حبيبي د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه توکي د متون ښار په ګډون د بېلابېلو ولسواليو څخه راټول شوي وو.
هغه زياته کړه په دغو توکو کې درمل او خوراکي توکي شامل دي چې د تېرو څو مياشتو په اوږدو کې راټول شوي و او نن وسوځول شول.پاى_ وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته