سیاست

جمهوررئیس غني د ویډیوکنفرانس له لارې فضا ته د “جنوبي آسیا سپوږمکۍ” د لېږلو په مراسموکې ګډون وکړ

کابل_باختر د غويي د مياشتې١٦ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازیګر د ویډیو کنفرانس له لارې د "جنوبي آسیا سپوږمکۍ" د توغولو په مراسموکې کډون وکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهوررئیس غني د هند د فضايي څيړنو سازمان له خوا فضا ته د جنوبي آسیا سپوږمکۍ د لېږلو په خاطر دغه هېواد او ټولو غړو هېوادونو ته مبارکي ورکړه او دا یې د سیمه ‌ییزې همکارۍ په ډګرکې سترګام وباله.
په دغه کنفرانس کې د (هند، افغانستان، بنګله ‌دیش، بوتان، مالدیف، نیپال او سریلانکا) هېوادونو مشرانو ګډون درلود، یاد هېوادونه په فضا پورې تړلې دغې سیمه ‌ییزې مخابراتي پروژې کې شریک دي.
د "جنوبي آسیا سپوږمکۍ" هند فضا ته وتوغوله چي په دغې پروژې کې شاملو هېوادونو ته به د ټلویزیوني نشراتو د خپرولو، د بانکدارۍ او الکترونیکي حکومتولۍ په برخوکې د مخابراتي ټکنالوجۍ د خدمتونو اسانتیاوې برابروي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته