کابل باختر د لړم شپږمه :
يو تن په لغمان ولايت کې د وژنې په جرم د اعدام په سزا محکوم شو.
په ضيا الدين تور لګول شوى دى چې څلورمياشتې مخکې په مهترلام ښارکې د شمشاد په نامه يو تنکى ځوان دکلاشينکوف په ډزو سره وژلى دى.
ددغې وژنې علت سيمه ئيز تاوتريخوالي بلل شوى دى .
محکمې په داسې حال کې چې دقاتل او مقتول کورنۍ حاضرې وې؛ دسندونو له څيړنې او د دواړو لورو دمدافع وکيلانو دخبرو له اوريدو وروسته ضيا الدين يې د اعدام په سزا محکوم کړ .
دمهترلام ښار دمحکمې رييس سيد عالم باخترآژانس ته وويل چې دمحکمې حکم وروستي حکم نه دى اومجرم کولى شي د استيناف غوښتنه وکړي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ